ایکنا خبری اژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د اسلامی نړۍ او روسیې دسټراټژيک تفکردغونډې وروستۍ ناسته همدااوس د عربستان په جده ښار کې د خبرواترو او دملګرتیا د افقتونو په عنوان سره روانه ده .
دغه غونډه د دینونو او کلتورونو دپيروانو ترمینځ د خبرواترو لپاره د سعودي عربستان د پاچا د نوښت په چوکاټ کې ترسره کیږي آو دا دوهم ځل دی چې جده ددغې ناستې کوبتوب په غاړه لري.
د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف په دغې ناستې کې د روسیې د ولسمشرولادیمیر پوتین پیغام ولوست او وې وئيل، روسیه له اسلامی هیوادونو سره د دوستۍ داړیو د پراختیا لباره هم په دوه اړخیزې کرښې کې او هم له اسلامی ملګرتیا موسیسې سره د خبرواترو په چوکاټ کې د زیات اهمیّت قایله ده .
هغه د ولادیمیر پوتین له قوله ووئیل ،مهمه دا ده چې دسیمې او نړۍ په سویه په ډیرو موضوعګانو کې زمونږ دریځونه په ایجنډا کې شامل شي ، د ملتونو د سوله ایزګډژوند او د قانون پر حاکمیّت دمشتملې او ډ يموکراټيکې او عادلانه نړۍ د نظم د جوړولو لپاره د یوه بل ترڅنګ دریدلي یوو.
د روسیې د ولسمشر په پیغام کې د نیړوالو افراط پالنې او ترهه ګرۍ له ګواښونو سره په مبارزې کې د سیمه یازو ترینګلتیاؤ او شخړو په حل کې د تعامل دلارو چارو په باب دبحث پر ضرورت ټينګار شوی دی .